داسې مصنوعي لاس چې احساس هم لري

د انسان د بدن د غړیو یو خاصيت دا دی چې هر څه لمس کولای او پرې پوهېدلای شي چې نرم، سخت، ګرم، یخ او یا هم څه ډول دی.
خو کله چې خبره له طبیعت څخه مصنوعي حالت ته ولاړه شي، بیا ستونزې ډېرېږي، همداسې ده چې هيڅکله مصنوعي لاس، پښه او نور یو شی حس کولای نه شي.

خو د ټیکنالوجي په برخه کې تازه خبر دا دی چې د پروفیسور کنجیانګ په نامه یو ساینس‌پوه داسې مصنوعي لاس جوړ کړی چې کولای شي چې هر ډول حالت حس کړي.

دا لاس له ربړ څخه جوړ شوی او نږدې ۵۰ سلنه د دې وړتیا لري چې احساس ولري، خو هغه مهال چې کله له برېښنا سره وصل وي.
څېړونکي وايي، په دې مصنوعي لاس کې داسې اپلیکېشنونه کارول شوي چې د انسان له بدن سره تر وصل وروسته دماغ ته زیګنال ورکوي چې کوم شی کوم ډول دی.

دعوت نیوز،کام

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.