خو تا په هيره چيرته هم زما تپوس اونه کړو
د زندگۍ مې همسفر که د لارې مل وې
چې لاړې، لاړې نو بيخې دې بيا تپوس اونه کړو
څومره پوښتنې به مې کړلې خو قسمت ته گوره
نن چې راغلى يار په کور وؤ ما تپوس اونه کړو
اُولس موشته، پُولس موشته، عدالتونه موشته
مُلک مو تباه شو غل نه چا د غلا تپوس اونه کړو
جينۍ دې خوښه ده کنه بچيه وايه کنه
ا فسوس چې مور او پلار د لُور نه دا تپوس اونه کړو
(مهر اندېش)