السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
الله دی هغوی ټول چې د مسلمانانو ریښتیني خادمان دی په هر مهال په دنیا او آخرت د ایمان په پرده پټ ولري.
آمین!
پوښتنه: د بدن هغو برخې چې ویښتان یې لازم ده لری کړل شي اندازه یې څه ده له کومه ځایه پیل ترکومه ځایه، او بل داچې خپل عورت ته کتل څه زیان لري؟
ای کاش نن هر مسلمان خپلو زړه سوانده د دین علماؤ ته د فسبوک او یوتوب او داسی او….. غوږ شي…. ډېره وینا لرم خو…
په درنښت!
ولسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
اول :
د شرمګاه د ويښتانو خريل سنت دي (بحرالرائق ۱/۵۰ ) .
د انس رضی الله عنه نه روايت دی چې وايي : “وقتَ لنا رسول الله صلى الله عليه وسلم في قص الشارب، وقلم الظفر، ونتف الإبط، وحلق العانة: ألا نترك شيئاً من ذلك أكثر من أربعين ليلة”
يعنې :پيغمبر صلی الله عليه وسلم مونږ ته د بريتونو لنډولو ، نوکونو ، د تخرګونو د ويښتانو خريل د نامه لاندې ويښتانو ويستلو په باره کې وخت تعين کړی ؤ چې د څلويښتو (۴۰) ورځو پس يو هم باقي نه شي .
په پورته حديث کې د العانه څخه مطلب د د نر د مخې طرف د شرمګاه پر سر او د هغه شا او خوا ويښتان او همدارنګه د ښځې د شرمګاه شا او خوا ويښتان مراد دي لکه امام نووی چې په شرح ددې حديث شريف کې ليکي :
قال الامام النووي فی الشرح :المراد بالعانة الشعر الذي فوق ذَكَر الرجل وحواليه وكذا الشعر الذي حوالي فرج المرأة .
د لنګيو ويښتان او د مقعد ويښتان پکې شامل نه دي ځنې فقهاء د مقعد د ويښتانو لرې کول مستحب بولي ، شرمګاه ته نږدې د لنګيو د ويښتانو لرې کول او همدارنګه د مقعد ويښتان څومره چې امکان و لري خريل يې جايز دي ځکه ددې ويښتانو د لرې کولو حکمت نظافت دی .
په فطري سنتو کې اصلاً د شرمګاه شاخوا ويښتان شامل دي هغه ته د نږدې ويښتانو خريل مباح دي شرعي ممانعت نه لري مګر سنت نه دي .
دوهم :
د ضروت پر مهال لکه : د شرمګاه پاکول ، مينځل ، خريل ، درملنه کولو او داسې نور خپل عورت او شرمګاه ته کتل جايز دي د ضرورت څخه پرته کتل مکروه دي .
يجوز کشفها لحاجة ، کتخل ، وغسل ، ولا يحرم عليه نظر عورته حيث جاز کشفها لتداو و نحوه مما تقدم ، لکن يکره
و الحاصل انه لا حرج في النظر الی العورة اثناء اغتسال (فتح الباري ) .
و الله سبحانه وتعالی اعلم