ترجمه دهغه ایت چی تول ژوندی موجودات له اوبو څخه پید ا شوی

عزیزالرحمن دکابل افغانستان اوسیدونکی زما سوال دادی چی هغه کوم ایت شریف دی چی تول ژوندی موجودات له اوبو حخه پیدا شوی دی مننه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

هغه آيت شريف دا دی چې الله سبحانه وتعالی فرمايلي دي :

وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَاء كُلَّ شَيْءٍ حَيٍّ أَفَلاَ يُؤْمِنُونَ (الانبياء ۳۰ )

ژباړه :او جوړ کړل مونږ له ابو څخه هر شی چې په هغه کې روح دی ، آيا يقين نه کوئ .

تفسير معارف القرآن ليکي : ددې آيت شريف څخه مراد دا دی چې د هر ساه لرونکي شي په تخليق کې اوبه هرومرو دخل لري ، او ساه لرونکي د اهل تحقيق په نزد يوازې انسان او حيوان نه دی بلکې په نباتاتو او جماداتو کې هم روح او حيات د محققينو په وړاندې ثابت دی . او ښکاره چې اوبه ددې ټولو شيانو په پيدايښت او ايجاد کې مهم رول لري .

ابن کثير د امام احمد په سند سره د ابو هريرة رضی الله عنه روايت نقل کړی دی چې ابوهريرة وايي : ما رسول الله صلی الله عليه وسلم ته عرض وکړ چې ای د الله (جل جلاله ) رسوله ! زه چې کله تا زيارت کوم نو زما زړه باغ باغ او سترګې يخيږي ته ما ته د هر شی د پيدايښت په هکله معلومات راکړه ، هغوی (صلی الله عليه وسلم ) وفرمايل : افش الاسلام و اطعم الطعام و صل الارحام و قم الليل و الناس نيام ثم ادخل الجنة بسلام ( رواه احمد علی شرط الشيخين ) .

يعنې : سلام اچول عام کړه ( که څه هم مخاطب نا شناخته وي ) او ډوډۍ ورکړه ، او صله رحمي کوه ( د خپلولی پالل کوه ) ، او د شپې د تهجد لمونځ کوه کله چې ټول خلک ويده وي ، نو جنت ته به په سلامتيا سره داخل شي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

یو فکر د “ترجمه دهغه ایت چی تول ژوندی موجودات له اوبو څخه پید ا شوی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *