بواسیر یا هیموروییډ له عامو ناروغیو یوه ده چې د ځانګړتیاوو له امله یې په اړه ډېرې کمې خبرې کېږي، خو کېدای شي ډېره ځوروونکې وي.
بې دلیله به نه وي، که موږ یې ‘زموږ د وخت ناروغي’ وبولو، ځکه لاملونه یې ډېرو ته روښانه دي:
- ډېره ناسته
- په تشناب کې د اوږدې مودې ناسته
- بې خوځښته ژوند
- چاغښت
- د پروسس شویو خوړو ډېر مصرف
- د فایبر نشتوالی
- د کافي اندازه مایعاتو نه څښل
- سټرس یا فشار
بواسیر څه دی؟
پروفیسور ډاکټر محرم اوزتاش، چې د استانبول په اتیلیم پوهنتون کې د عمومي جراحۍ متخصص دی، د بواسیر ناروغۍ په اړه وايي:
“دا ناروغي یو له هغو عامو قضیو ده چې موږ د عمومي جراحۍ په څانګه کې ورسره مخامخېږو. پراخ ټولنیز اغېز لري، ځکه کوم کسان چې پرې اخته کېږي، د عادي کارونو کولو مخه یې نیسي او دا د هغوی لپاره ډېره ځوروونکې ده.”
دې ناروغۍ ته “بواسیر” یا “هموروییډ” ویل په ساینسي لحاظ سم نه دي. د ترکیې د کولمو او مقعد د جراحۍ ټولنې عمومي جراح او رییس پروفیسور ډاکټر فزا یاربوغ کاراکایلي بي بي سي ته وویل: “بواسیر په حقیقت کې یو ارګان دی چې موږ ټول یې لرو. دا د مقعد په پای کې موقعیت لري او د وینې له رګونو او نښلوونکي نسج څخه جوړ شوی دی. له همدې امله، دا سمه نه ده چې ووایو، “زه بواسیر لرم، بلکې باید ووایو چې زه د بواسیر ناروغي لرم.”