ریاض احمد
ایا د غاړې ګونځي لرئ؟ که ځواب مو هو وي نو دا شپږ طریقې وکاروئ او ستونزه حل کړئ
ګونځې د زړښت یوه طبیعي برخه ده او د ستوني یا غاړې ګونځي د خولې، سترګو، لاسونو یا تندي په شاوخوا پیدا کېږي؛ دا چې زموږ د غاړې یا ستوني پوستکی نازک وي، نو د زړښت نښې پرې د ګونځو په شکل راښکاره کېږي. له همدې امله ممکنه ده چې په ځینو لارو چارو دا ګونځي ختمې کړو.
د پوستکي د پاملرنې په برخه زموږ ډېر تمرکز معمولاً په مخ، لاسونو او پښو وي او غاړې یا ستوني ته دومره پام نه کوو او له پامه یې غورځوو؛ خو غاړې ته هم باید پام وشي، په ځانګړي ډول کله چې ګونځي کېږي.
د غاړې د ګونځي کېدو عام لاملونه:
د غاړې یا ستوني پوستکی هم د مخ د پوستکي په څېر نازک دی، چې د عمر، د پوستکي کمزورې حفظ الصحه او د چاپیریال فکتورونو لکه ککړتیا او د لمر وړانګې د پوستکي ښکلا او تازه ګي زیانمنوي، د کولګین تولید کمیږي او پوستکی ګونځي پیدا کوي.
په عموم کې له څلویښت کلنۍ څخه وروسته په مخ او غاړه ګونځي راپیدا کېږي، چې زیاتره خلک له مخ وړاندې په غاړه د ګونځو پیدا کېدو ته اندیښمن وي؛ خو ځینې خلک له پنځوس کلنۍ وروسته له دې ستونزې سره مخ کېږي. ځینې داسې لارښوونې او لارې چارې شته چې دا ستونزه حل کولی شي.
د غاړې د ګونځو د درملنې لارې چارې:
د غاړې د ګونځو لپاره د غوره محصولاتو کارول:
هر هغه محصولات چې د مخ لپاره کارول کېږي، هغه په غاړه یا د ستوني پوستکي لپاره هم ګټور وي؛ خو اړتیا نلرئ چې کوم ځانګړی لوشن یا غوره کریم واخلئ، بلکې هغه کریم چې د لمر وړانګو څخه د ساتنې لپاره یې کاروئ، د غاړې ګونځي کمولی شي.
د ګونځو د لرې کولو غوره لاره دا ده چې هره ورځ خپل مخ او غاړه مویسچرایزر یا غوړ کړئ؛ نو هره ورځ په غاړه هغه کریم ووهئ چې غوړ نلري او په ټوله غاړه او څټ یې ووهئ. لږ تر لږه په اونۍ کې یو ځل د دې استعمال د مړو حجرو په له منځه وړلو کې مرسته کوي؛ نو د غاړې ګونځي لرئ نو دا استعمال کړئ.
د غاړې د ګونځو کمولو لپاره تمرین وکړئ:
د غاړې تمرین یا غاړې ته حرکت ورکول عضلات پیاوړي کوي، کله چې دا عضلې پیاوړي کېږي نو د غاړې پوستکی هم ورسره مضبوطېږي او په دې ډول یې ګونځي له منځه وړي او دا تمرین د غاړې یا ستوني وازګه هم کموي.
د غاړې له کریم سره ویټامین سي وکاروئ:
متخصصین وایي، هغه کریمونه، سیرمونه او لوشنې چې ویټامین سي لري په ځانګړې توګه د پوستکي لپاره اغیزمن وي. دا د انټي اکسیډنټ په څېر کار کوي او په پوستکي له وهلو سره د کولیګین وده ډېروي او د لمر وړانګو له زیان څخه مخنیوی کوي.
ریټینول کریمونه هم خورا اغېزمن وي، دا نوې حجرې تولیدوي او پوستکی ځوان، تازه او نرم ساتي او کله چې کریم استعمالوئ هڅه وکړئ چې د پوستکي له ډاکټر سره مشوره وکړئ.
د بدن اوبه پوره وساتئ:
د ډېرو مایعاتو څښل زهرجن مواد بهر کوي او د پوستکي ښکلا او تازه والی ساتي او کله چې د بدن ډیهایډریټ وي، نو پوستکی خپله ښکلا او تازه ګي له لاسه نه ورکوي؛ نو د امکان تر حده ډېر مایع وکاروئ او لږ تر لږه هره ورځ اته ګیلاسه اوبه وڅښئ.
غوره خواړه وخورئ:
په ویټامینونو او منرالونو بډایه متوازن خواړه د ګونځو د درملنې لپاره خورا ګټور وي، نو هڅه وکړئ چې هغه میوې او سبزيجات وخورئ چې ویټامین ای، سي او اي ولري.
د غاړې حالت مو ښه کړئ:
ایا پوهیږئ چې د غاړې غلط حالت کولی شي په بڼه یې اغیزه وکړي؟ د مثال په توګه هغه څوک چې په ساعتونه یې سر موبایل ته ښکته کړی وي، نو ښایي غاړه یې ګونځي پیدا کړي، نو هڅه وکړئ او په داسې او دې ته ورته شرایطو کې د غاړې حالت سم کړئ. همدغه راز د لمر وړانګې، د موبایل وړانګې، سګریټ څکول او د لمر ضد کریم نه کارول د غاړې ګونځي پیدا کوي.