ایا د جڼغوزیو یا جلغوزیو له ګټو څخه خبر یاستئ ؟

دغه تقویه کونکې او مغذي میوه په طبیعي شکل په غرونو که را شنی کیږي ، دا میوه  د هیواد له نامتو وچو میوو څخه شمیرل کیږي څه د پکتیا ، پکتیکا ، خوست ، ننګرهار , کنړ او نورستان ولایتو کې پریمانه پیدا کیږي .

جلغوزي په پراخه پیمانه امینو اسیدونه او ګټور غیراشباع غوړ  لري او دا مزه داره میوه ډیرې ګټې بدن ته رسوي .

د جلغوزیو غوړ د بدو کولسټرولو ضد دي ،  بدن کې د وینې شریانونه له هر رنګه زیان څخه په امن کې ساتي او همدا علت ده څه د زړه له حملو څخه هم په امان کې پاتې کیږي .

جڼغوزي غني له ویټامین  او A   , E , D او څخه  لري  څه د پوستکی د روغتیا او سلامیتا لپاره او د سترګو د تقویه لپاره ګټور دي .

  نیاسین یا ویټامین  B3موجود په جلغوزیو کې د اعصابو او حافظه د تقویه  باعث کیږي . جلغوزي د اوسپینه په درلودو د بدن ټولو سلولو او حجرو ته  اکسجن رسوي او  د حجراتو او سلولو د غښتلتیا سبب کیږي .

جلغوزي ګرم طبعیت لري نو له همدې سببه هغه کسان څه ګرم او وچ مجاز لري باید په خوړو کې ورسره احتیاط وکړي . او هغه کسان څه سوړ مجازه دي هغه ته نور هم ګټور دي . دا میوه د ځیګر لپاره هم ډیر ګټور دي  او د وینې تری ګلیسیراید ( وازده ) هم ښکته کوي .

جلغوزي د ښو غوړو او فیبر څخه هم غني ده او لدې کبله ایشتها کم وي او د بدن وزن ورسره کمیږي او قبضیت هم نه کیږي .

د جڼغوزیو  درملیز خاصیت

جلغوزي د بدن دفاعي ځواک پیاوړی کوي ، بدن ته روغتیایزې مرسته کوي  ، جلغوزي ټول بدن تقویه کوي .

که څوک له بې خوبې څخه کړیږي جلغوزي ورته ښه درمل دي ځکه ډیر مګنیزیم  لری .

د وینې فشار تل نورمال ساتي ځکه په پراخه پیمانه منګینزیم او پتاسم لري ، عضلات پیاوړي کوي او عضلاتي دردونه هم تسکین کوي ، اندیښنه او د بدن خستګي او کسالت له منځه وړي .

هغه څوک څه د مثانه  ډبره لری د منځ وړلو سبب  یې کیږي .

 هغه کسان څه سوړ مجاز لري او د جنسي میل سره لاس او ګریوان وي  د جلغوزیو  خوړل ورته توصیه کیږي او ستونزه یې حل کیږي .

جلغوزي د مغز د لا پیاوړتیا او تقويه سبب کیږي .

هغه وګړي څه د سپرم  کمښت ولرئ لدې جادوي میوه څخه د ګټه واخلي .

جلغوزي د پوستکي لپاره ښه درمل دي که غواړي پوستک مو ښکلی شي جلغوزي نرم کړي او په مخ مو ووهي او یو ساعت بعد په تړمو اوبو پریمنځي .

که څوک د ځیګر ستونزه لرئ جلغوزي   دې په سرکې کې لامدی کړي او هره ورځ دې وخوري .

یادونه  : په خوړولو کې  افراط هم مه کوي .

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.