ایا بشري علوم به د مصنوعي ځیرکتیا په دور کې ژوندۍ پاتې شي؟

لیکوال باور لري چې د مصنوعي ځیرکتیا (AI) له واقعیت څخه انکار او په زړو تعلیمي میتودونو ټینګار نور د دوام وړ نه دی.

ګراهام برینټ، د علومو مورخ او د پرینسټن پوهنتون استاد، په مجله “نیویورکر” کې په یوه مقاله کې دا پوښتنه مطرح کړې چې ایا بشري علوم به د مصنوعي ځیرکتیا په عصر کې پاتې شي که نه؟ هغه احتمال مطرح کړی چې انسانیت به له ماشینه بریالی ووځي.

هغه د پوهنتونونو په فضا کې د یوې عجیبه “تعلیق” یادونه کوي، چیرې چې د AI واقعیت ته سترګې پټېږي او په پخوانیو تعلیمي میتودونو ټینګار کېږي، او استدلال کوي چې دا چلند نور نه شي دوام کولی. برینټ وایي، زده‌کوونکي د دې ټکنالوژۍ په کارولو سره د یو ډول ازادۍ، له ټولنیزو فشارونو د خلاصون، او خالص توجه تجربه کوي، چې مخکې یې د انساني اړیکو په واسطه نه وه موندلې.

برینټ په صراحت سره مني چې ډېر هغه څېړنیز کارونه، لکه کتابونه چې پخوا به یې کلونه وخت نیوه، اوس د AI په مرسته په چټک او مؤثر ډول تولیدېږي. خو دی دا بدلون د ناامیدۍ دلیل نه، بلکې یو فرصت ګڼي چې بشري علوم باید خپل اصلي جوهر ته ور وګرځي.

د هغه په اند، د دې ډول پوښتنو ځوابونه لکه: “څنګه باید ژوند وکړو؟”، “څنګه باید مړه شو؟”، او “کوم ارزښتونه باید وساتل شي؟” – نه په معلوماتو کې، بلکې په “بودن” یا ژوند کولو کې نغښتي دي. ماشینونه ښایي ځوابونه تولید کړي، خو دوی نشي کولای دا پوښتنې “وژوندوي”.

برینټ په زړورتیا د انسان‌بودنې دفاع کوي، او یادونه کوي چې که څه هم AI کولای شي د بشر فرهنګي آرشیف وساتي او حتی د انسان‌په‌شان خبرې وکړي، خو د ژوند کولو، احساس کولو، انتخاب کولو، او د نورو په وړاندې د مسؤلیت احساس یوازې انساني ځانګړتیاوې دي.

برینټ ټینګار کوي چې “په اوسني حال کې موجودیت” او دا چې انسان له ځان او نړۍ سره د شعور لرلو په حالت کې ژوند کوي، هغه څه دي چې ماشینونه نه شي کاپي کولی. ماشینونه یوازې زموږ د هستۍ یو انعکاس یا سیوری دي، پداسې حال کې چې انسان، له ټولو نیمګړتیاوو سره، یوازینی مخلوق دی چې معنا او تجربه رامنځته کوي.

برینټ، مصنوعي ځیرکتیا د بشري علومو لپاره ګواښ نه، بلکې یو هنداره بولي چې موږ ته دا فرصت راکوي چې د انسان‌بودنې پر معنا بیا غور وکړو. دا یو فرصت دی چې اصلي پوښتنو ته وګرځو، پر هستۍ تأمل وکړو، او ښوونه داسې تعریف کړو لکه “د لیوالتیا غیر جبري تنظیمول”.

نو د ده په اند، سره له ټولو اندېښنو، دا پړاو ښايي د بشري علومو د بیا احیا لپاره تر ټولو غوره وخت وي.

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.