او یوه ورځ کله چې حضرت عبدالله ابن عمر رضي الله عنه په بازار کې وو او د جماعت د لمانځه وخت را ورسید ده مبارک ولیدل چې دکانونه او مغازې فورًا وتړل شول او ټول د دکانونو او مغازو مالکان د مسجد په طرف ولاړل، عبدالله ابن عمر رضي الله عنه وفرمایل دغه دي هغه خلک چې الله جل جلاله یې په قرانکریم کې صفت کړي او وفرمایلي یې دي(رِجَالٌ لاَّ تُلْهِيهِمْ تِجَارَةٌ وَلاَ بَيْعٌ عَن ذِكْرِ اللَّهِ وَإِقَامِ الصَّلاَةِ وَإِيتَاء الزَّكَاةِ يَخَافُونَ يَوْمًا تَتَقَلَّبُ فِيهِ الْقُلُوبُ وَالأَبْصَارُ 37 ) سورت النور
ترجمه: هغه خلك چې هغوي تجارت، اخیستل او خرڅول د الله جل جلاله د ذکر نه، د اقامت دلمانځه او د زکات د ورکړې نه منع کوي
او دهغه ورځې نه ډاریږي چې په هغه کې به زړونه او سترګې مضطرب او حیران وي.
یعنې د صحابه کرامو ایمانونه او یقینونه په الله جل جلاله د نبي صلي الله علیه وسلم په طریقو او د اخرت په ورځ داسې جوړ شوي وو چې د ژوند هره لحظه يې همیشه د الله جل جلاله د احکامو او د نبي صلي الله علیه وسلم د طریقو مطابق تیریده دنیا دوي ښه پیژندلې وه چې دا د امتحان زندګي ده دا مجازي زندګي ده اصلي او حقیقي زندګي به په اخرت کې شروع کیږي، په دې دنیا کې که مونږ خپله زندګي په تکلیف او ربړونو کې تیره کړو مزو چړ چړچو کې یې تیره نه کړو یوه ورځ مونږ د دې نه خلاصیدونکي یو که نور هیڅ خلاصي نه وي یوه ورځ به مرګ را رسیدلي وي عزرائیل علیه السلام به زمونږ د روح اخیستلو لپاره را رسیدلي وي او دا مجازي زندګي چې لکه د خوب د لیدو په قسم تیریږي نوره ختمه شوي وي بیا به انسان د اعمالو د پاره هیڅ وخت نه لري او که انسان تکیف کې هم وي بیا به له دنیا سره الله پاماني کوي او هلته به بیا د دغه تکالیفو او طاعتونو بدله وویني او د جنت په یوازې لیدلو سره به یې ټول تکالیف هیر شوي وي او وایې به چې ما خو هیڅکله تکلیف لیدلي نه دي او که الله جل جلاله مه کړه انسان په دنیا کې ټوله زندګي مزو چړچو او سهولتونو کې تیره کړي او اخروي زندګي ته یې تیاري نه وي نیولي او اخروي زندګي کې
تکلیف او د الله جل جلاله عذابونو کې وي د الله جل جلاله د عذابونو په لیدلو سره به یې دا ټوله دخوندونو او سهولتونو زندګي هیره شي او وایې به چې ما خو هیڅکله راحت او سهولت لیدلي نه دی او هلته د دنیا هغه سخت ترین شي چې مرګ دي هم انسان ته نه رسیږي لکه چې الله جل جلا له ترې په قرانکریم کې یادونه کړې چې کفار به دا غواړي (وَيَقُولُ الْكَافِرُ يَا لَيْتَنِي كُنتُ تُرَابًا 40 ) سورت النبأ
ترجمه: کافران به ووایی کاشکي مونږ خاورې شوي وي.
همدا ډول د صحابیاتو د ایمان او یقین په باره کې روایات راغلي دي چې کله د پردې حکم نازل شو یوه صحابیه له خپل کور څخه په یوه ضرورت پسې په داسې شال (چادر) کې وتلې وه چې مکمله نه په کې پټیده نو کله چې هلته د پردې له حکم خبریږي نو ځاي په ځاي کښیني او خپل ځان په همغه شال کې پټوي خپل محرم ته وایې چې ورشه او زما غټ او لوي شال راوړه تر څو ټول ځان پټ کړم اوبیا لاړه شم محرم یې ورته وایې چې اوس خو کورته لږ لاره پاتې ده راځه وروسته له دې به په خپل لوي شال کې بهر را وځې دې بي بي ورته وفرمایل چې نه زه نه غواړم یو قدم د الله جل جلاله په نافرمانۍ کې واخلم ورشه او زما لوي چادر راوړه ترڅو بیا کور ته لاړه شم.
همدارنګه د خیرالقرون د بیبیانو په باره کې راځي چې خپلو خاوندانو ته به یې ویل چې مونږ ته به حلال رزق را کوي خیر ده لږ دې وي او خیر ده که مونږ یوه ورځ وږي پاته شو صبر کولاي شو، او که په مونږ حرام خوراک وخوري بیا مونږ د دوزخ په اور صبر نه شو کولاي.
د صحابه کرامو د ماشومانو ایمانونه تر کومه حده لوړ او اوچته درجه کې وو کله به چې نبي صلی الله علیه وسلم د غزا لپاره غږ او خبر ورکړ نو بیا به د صحابه وو سره خپل تنکي بچیان هم په څنګ کې ولاړ وو او دا چې نبي علیه السلام به تنکي ځلمیان د عمر د کموالي له امله بیرته را ګرځول نو دا تنکی ځوانان به د خپلو ګوتو په سرونو ولاړ وو تر څو نبي علیه السلام ته واړه په نظر ورنه شي او غزا ته له تلو یی منع نه کړي او کله به چې نبي علیه السلام دوي راګرځول نو دوي به په داسې حالت کې بیرته روان وو چې له سترګو به یې اوښکې روانې وې.
راتلونکي درس…
لپکنه : صهيب صاحب