ايا د ترخو مرچکو شوقيان ياست؟

صفت الله صفت

لکه څنګه چي د مايعاتو د اندازه کولو لپاره د ليټر واحد سته، د اوږدوالي لپاره د متر، د تودوخي لپاره سانټي ګراډ … همداسي په مرچکو کي د تريخوالي د مقدار لپاره واحد سته چي ورته د سکوفيل مقياس (Scoville-Scale) ويل کيږي. په مرچکو کي د تريخوالي د اندازه کولو طريقه امريکايي درمل جوړوونکي ويلبر سکوفيل په ۱۹۱۲ کي معرفي کړه. د دغه ميتود له مخي د مرچک په وچه سوې بڼه کي د كاپسيسين (Capsaicin) په نوم کيمياوي مادې مقدار معلومول کيږي. دا هغه ماده ده چي د انسان او حيوان د درد اندازه کوونکي ريسپتورونه او لوند جلد تحريک کوي.
عموما د شمله مرچ يا خواږه مرچک د کوفيل په اندازه صفر وي. هغه عام هندی تريخ مرچک چي عموما حتی د مرچکو سره عادت سوو کسانو لپاره لا ډېر توند وي، هغه ۱۱۰۰۰ مقياس وي. په لاندني انځور کي کتلای سئ چي د هغه وروسته څه خطرناک خطرناک مرچک سته دي. د جمايکا سور په نوم مرچک چي يو نيم لک مقياس لري، که يې صرف يوه برخه په لوی دېګ کي ولويږي نو د ټول دېګ خواړه نور د خوراک نه پاته کيږي، ځکه چي ډېر به ترخه وي. فکر وکړئ چي د هغه وروسته زيات مقياس لرونکي به څومره خطرناک وي. په لاندني انځور کي تر ټولو آخري مرچک ناګاجلوکيا، ناګا مرچ او سکورپيون باندي سربسته ښار الوزول کېدلای سي، ځکه چي يو مليون مقياس لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.