اولادونو ته د تعليم ورکولو اجر او ثواب
۱- رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: «مَن قرأ القرآن وعمل به ألبس والداه تاجاً يوم القيامة ضوءه أحسن من ضوء الشّمس في بيوت الدنيا فمَا ظنُّكم بالّذي عمل بهذا» (رواه أبو داود والحاكم، وقال: صحيح الإسناد).
ژباړه: چا چې قرآن ولوستو او په قرآن يې عمل وکړ – نو د قيامت په ورځ به د هغه د والدينو په سر باندې داسې تاج ور په سر شي چې د هغې رڼا به د لمر د رڼا نه ډيره ښايسته وي – هر کله چې هغه رڼا د دنيا په کورونو کې وي او لمر د آسمان نه زمونږ په خوا کې را کوز شي ددې وروسته رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: نو ستاسې څه ګمان کوﺉ د هغه چا په باره کې چا چه خپله دا عمل کړی وي.
۲- همدارنګه فرمايي : «سبع يجري للعبد أجرهن وهو في قبره بعد موته:من عَلّم علماً, أو أجرى نهراً , أو حفر بئراً , أو غرس نخلاً , أو بنى مسجداً , أو ورّث مصحفاً , أو ترك ولداً يستغفر له بعد موته» (الطبراني و صحيح الجامع ۳۵۹۶).
ژباړه: د اوو شيانو اجر په قبر کې مړي ته رسيږي، چا ته د علم ور زده کول، د ويالې جوړول، د کوهي کيندل، د ونو کښېنول، د جومات جوړول، د قرآنکريم وقف کول او داسې اولاد پرېښودل چې وروسته له مرګ نه ده ته بخښنه غواړي.
۳- د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم ارشاد مبارک دی: «إِذَا مَاتَ الْإِنْسَانُ انْقَطَعَ عَنْهُ عَمَلُهُ إِلَّا مِنْ ثَلَاثَةٍ: إِلَّا مِنْ صَدَقَةٍ جَارِيَةٍ، أَوْ عِلْمٍ يُنْتَفَعُ بِهِ، أَوْ وَلَدٍ صَالِحٍ يَدْعُو لَهُ»(رواه المسلم ۱۶۳۱).
ژباړه: کله چې انسان مړ شي عمل يې قطع کيږي بغير له دريو څيزونو: جاريه صدقه، يا داسې علم چې له هغه څخه د خير استفاده کيږي او يا صالح اولاد چه د مور او پلار د پاره دعا کوي.