دا موټر چې په فلمونو كې الوتونكو خيالي موټرانو ته ورته دى او كولاى شي چې پر يو وخت ۵۰۰ كيلو ګرامه وزن هم له ځانه سره ولېږدوي.
د اسرايل د ټېكنالوجۍ يو شركت په دې بريالى شوى چې د موټر لومړنۍ بېلګه په برياليتوب سره و ازمايي. دا موټر كولاى شي چې د ۵۰۰ كيلوګرامه وزن سره په ساعت كې د ۱۸۵ كيلومټره سرعت سره والوځي.
ټاكل شوې ده چې دا موټر په ۲۰۲۰میلادي كال كې بازار ته د خرڅلاو لهپاره وړاندې شي. شركت وايي چې له دې موټره به د امبولانس په توګه ګټه پورته شي.