اهل العهد (د کفارو سره د صلحې تړون)

– اهل عهد يا اهل صلح :

اهل عهد يا اهل صلح هغه کفار دي چې د هغوی سره مؤقتاً اوربند (مونږ پر تاسې جنګ نه کوو او تاسې به پر مونږ جنګ نه کوئ ) او يا د امن تړون شوي وي داسې چې په هغه کې غلبه د حکم د اسلام او مصلحت د مسلمانانو وي لقوله سبحانه وتعالی : وَإِن جَنَحُواْ لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللّهِ (انفال ۶۱ ) .

ژباړه : او که کافرانو د روغې جوړې په لور ميل وکړ نو ته يې هم ومنه او پر الله توکل وکړه.

د کفارو سره د صلح تړون په لاندې شرايط جايز دی :

۱- په تړون کې داسې شرط چې د کفارو لخوا د مسلمانانو د يوې لويشتې ځمکې په تسلط باندې اعتراف او اقرار وي باطل دی ځکه ځمکه الله لره ده او بيا اهل اسلام لره ده هيڅ چا په هغه باندې د تصرف حق نشته نو څو پورې کفار د مسلمانانو د يوې لويشتې ځمکې څخه وتلی نه وي د هغوی سره هيڅ ډول تړون جايز نه دی .

۲- کله چې تعين د جهاد وشي صلح باطله ده کله چې د مسلمانانو په خاوره کفار يرغل وکړي د هغه پر وړاندې جهاد فرض دی او صلح د جهاد مانع ده د جهاد په صورت صلح نشته ځکه په داسې وخت صلح د جهاد د فرضيه د ساقط کيدو سبب کيږي .

۳- داسې شرط لګول چې په هغه سره د اسلامي شريعت د کوم حکم ترک او يا اسلامي شعائرو اهانت وي باطل دی .

۴- په دې تړون کې به داسې شرط نه وي چې په هغه سره د مسلمانانو ذلت او کفارو عزت وي .

۵- په تړون کې به داسې هيڅ کومه ماده او شرط نه وي چې هغه د اسلام شريعت خلاف وي لکه : کفارو ته د مسلمانې ښځې سپارل ، لقوله سبحانه وتعالی :
فَإِنْ عَلِمْتُمُوهُنَّ مُؤْمِنَاتٍ فَلاَ تَرْجِعُوهُنَّ إِلَى الْكُفَّارِ لاَ هُنَّ حِلٌّ لَّهُمْ وَلاَ هُمْ (الممتحنه ۱۰).

ژباړه : او چې تاسې ته معلومه شوه چې ايمان لرونکې دي نو بيا يې کافرانو ته بيرته مه ليږئ ځکه چې مؤمنانې ښځې کافرانو ته رواه نه دي او نه کافران هغوی ته روا دي .

او د متأخرينو فقهاؤ په نزد د مسلمان سپارل کفارو ته او داسې نور څه چې د اسلامي شريعت خلاف وي .

۶- د کفارو سره د صلح په تړون کې به داسې کومه ماده او شرط نه وي چې په هغه سره د کفارو د ديني او مذهبي شعائرو اظهار وي لکه : د اسلام په خاوره کې د کليساوو جوړول ، د اسلام خاورې ته د مبشرينو کفري دعوتګران ليږل تر څو د خلکو عقائد فاسد او خلک له دين څخه منحرف کړي . او نه به هم داسې تړون وي چې په هغه سره د اسلام په خاوره کې منکرات او فحشاء خوره کړي .

(من کتاب الدفاع عن أراضي المسلمين أهم فروض الأعيان ، الدکتور الشهيد عبدالله عزام رحمه الله ) .

د اهل عهد حکم :

اسلامي حکومت به د ذمي کفارو په څير د اهل عهد د امان ذامين دی تر هغه پورې تر څو پر خپل تړون باندې ولاړ وي .

:} وَإِمَّا تَخَافَنَّ مِن قَوْمٍ خِيَانَةً فَانبِذْ إِلَيْهِمْ عَلَى سَوَاء إِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبُّ الخَائِنِينَ{ [الأنفال 58] .

ژباړه :او که د کوم قوم د تړون ماتولو له خيانت څخه ډاريدلې نو په ښکاره يې تړون ور مات کړه ځکه چې الله پاک خيانت نه خوښوي .

او کوم چې په تړون باندې ولاړ وي د هغوی وژل لوی جرم دی .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي  : «مَنْ قَتَلَ مُعَاهَدًا لَمْ يَرِحْ رَائِحَةَ الْجَنَّةِ ، وَإِنَّ رِيحَهَا تُوجَدُ مِنْ مَسِيرَةِ أَرْبَعِينَ عَامًا » (أخرجه البخاري) .

که چا معاهد کافر ووژلو نو د جنت بوی به و نه مومي حال دا چې د جنت بوی د څلويښتو کلونو مسافې څخه حس کيږي .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.