امین وردګ
شاوخوا یو سل او پنځوس کاله وشول چې په افغانستان کې د ((اسلامي نظام)) د حاکمیت په پلمه جګړه روانه ده، خو لا هم څوک نه دي توانېدلي چې یو سوچه اسلامي نظام رامنځته کړي.
د امیر دوست محمد خان له حکومت څخه راپدېخوا بیا تر نن پورې لکونو افغان مبارزینو خپلې وینې د همدغه هدف لپاره نذرانه کړې (چې ګواکې واحد اسلامي نظام به حاکم کړای شي) خو بیا هم نشو حاکم او دغه وینې (د زیاترو مشرانو لخوا) په ډېره ټیټه بیه بېرته د افغانانو پر دښمنانو- و پلورل شوې، سره له دې چې په دغې لنډه موده کې یې ستر نړیوال ابر قدرتونه هم مات کړل؛ لکه دری ځله برتانوي امپراتوري، یو ځل شوروي اتحاد او دا ځل هم د ناټو پیمان.
په هر حال…!
اوس پوښتنه دا ده! چې اسلامي نظام یعنې څه؟ او دا څه ډول نظام دی چې نه یې شو حاکمولای؟
که څه هم چې موږ په اسلام کې د هرې معضلې د حل لپاره اساس لرو، چې هغه (کتاب الله او سنت نبوي دي) خو زموږ فعلي شرائط دا ایجابوي، ترڅو په ځینو کړکېچنو مسائلو کې ډېر د اسلافو صالحینو له اجماع او بل له قیاس څخه کار واخلو! دا ځکه: چې اوس مهال له داسې مسائلو سره مخ شوي یو، چې صراحتاً یې پرېکړه نه په قرآن کریم کې شته او نه هم په حدیث نبویه وو کې، نو ځکه خو اجماع او تر دې لا زیات قیاس ته اړتیا احساسیږي.
مګر هو! لومړی باید (د قیاس لپاره هم) یوه داسې متحده او باصلاحیته (اهل حل و العقد) رهبري شورا جوړه شي؛ چې هر چاته اجازه ورنکړي ترڅو په هر شي کې (خپلسری) قیاس وکړي، ځکه چې قیاس پوره علم غواړي او بې علمه خلک سالم قیاس نشي کولای.
اهل حل والعقد شورا:
اهل حل والعقد شورا پدې مانا: چې د دغې شورا ټول غړي باید اهل د فتوا او عالمان وي، څو دوی وکولای شي چې سران د حکومت سمې لارې ته سوق او برابر کړي، دوی باید د دې وړتیا هم ولري چې عقد او پیمان ورسره وشي.
(یعنې وړتیا د حل ولري او قابل د پیمان وي)
اوس که د افغانستان جغرافیایي موقعیت او د قومونو جوړښت ته (د فیصدۍ % یا سلنې له زاویې څخه) وګورو، نو پکار ده چې له هر سمت او هر قام څخه(د دوی تعداد ته په کتو سره چې همغه سلنه % ترې مراد ده) جید، جامع او خلکو ته منلي دیني علماء انتخاب شي، چې علمي کچه یې د دکتورا تر حده (یعنې شیوخ کرام) وي.
خو دغه کار هم لومړی دقیقه احصائیه غواړي، تر څو د قامونو تر منځ عدالت حاکم شي او د چا حق تلف نشي.
د بېلګې په توګه: موږ په افغانستان کې مختلف قومونه او مختلفې ژبې لرو! لکه:
پښتانه، تاجک، ازبک، هزاره، عرب، ترکمن، بلوڅ، ایماق، ګجر، پشه یان، نورستانیان، سادات، حضرات، خواجه ګان، قزلباش، شیخ محمدیان، جټان، هندوان، سیکان، مغولان او داسې نور…چې اوس ممکن یهودان او عیسایان هم پکې راپیدا شوي وي؛ ځکه چې په موږ کې هغه د مرحوم مولانا محمد امیر بجلیګر صاحب خبره- ((د مېږو په شان خلک هم شته! خو چې هر چا شین ډکی په لاس کې ورته ونیو، دوی به [بع بع] نارې ورته کوي او پسې ځغلي به)) یعنې په موږ کې ځینې د پیسو او قدرت بندګان هم شته!
په هر صورت…
له هر قام څخه باید باصلاحیته (او ټولو ته خوښ) استازي وټاکل شي، که په کومو قامونو کې فعلاً په ټاکل شوو شرائطو برابر څوک نه وو، نو به موقتاً دغه خلک په کوم بل داسې قام پسې تړل کیږي چې دوی ته خوښ وي، خو دا تر هغې چې په ټاکل شویو شرائطو جوړ کس نه وي پکې پیدا شوی! او کله چې رهبري شورا ته وړ کس پکې پیدا شو، نو بیا به دغه قام هم مستقل استازی لري.
د اهل حل و العقد شورا خصوصیات:
۱- تعداد د غړیو: له ۲۵ تر ۴۰ کسانو.
۲- عمرونه: له ۴۰ تر ۷۰ کلونو.
۳- دیني زده کړې: شیوخ کرام.
۴- عصري زده کړې : (لږ تر لږه) د لسانس تر کچې.
۵- بهرنۍ ژبي : (پښتو، فارسي، عربي او انګلیسي)
۶- تابعیت: افغانستاني.
د اهل حل و العقد شورا دندې:
۱- عمومي رهبري او عمومي مدیریت.
۲- د اساسي قانون جوړونه.
۳- د سرقومندان اعلی (امیر، پاچا او یا ولسمشر) په شمول د وزیرانو او والیانو ټاکل، بدلون او د دوی د ټولو کارونو څارنه.
کله چې په پاسو شرائطو برابره (اهل حل والعقد) شورا جوړه شوه، نو پوه شئ چې دغه شورا بیا کولای شي واحد اسلامي نظام او یوه رښتینې اسلامي ټولنه رامنځته کړي.
دغه شورا بیا پوهېږي چې د عامې روغتیا وزیر باید په طب کې دوکتورا او په دینې علومو کې هم له حدیثو څخه د فراغت سند ولري او ټول ولایتي رئیسان باید له طبي علومو څخه فارغ وي.
همدا راز باید هېڅ نارینه ډاکټر ته ښځینه مریض او ښځینه ډاکټرې ته نارینه مریض مراجعه ونکړي.
دغه شورا بیا پوهېږي چې باید د ښوونې او روزنې وزیر له دیني او عصري (دواړو) علومو څخه فارغ او اسناد یې په عصري روزنه کې لږ تر لږه د ماسټرۍ تر کچې او په دیني کې شیخ الحدیث وي ، بیا دغه وزیر پدې هم پوهېدی شي، چې زموږ نیمه ټولنه (بلکې څه لا اضافه) ښځینه جوړوي؛ نو باید هېڅ خور هم له تعلُم او تعلیم څخه بې برخې نشي او په ټولو مدرسو، مکاتبو او پوهنتونونو کې، د نارینه وو لپاره نارینه او د ښځینه وو لپاره ښځینه استاذان و ټاکي.
لنډه دا؛ چې که په پورتنيو شرائطو سره برابره (اهل حل والعقد) شورا جوړه شوه، نو ګل ټاټوبی افغانستان به مو جوړ او له نورې نړۍ به مخکې هم شو ان شاءالله؛ ځکه چې بیا دغه شورا کارونه اهل کارو ته سپاري او دوی بیا پدې پوهېږي چې باید د مالیې، اقتصاد او داسې نور…وزارتونه هغو کسانو ته وسپاري؛ چې د اقتصاد پوهنځي له څانګو څخه په لوړو نمراتو فارغ شوي وي، همدا راز دوی د کلیو او پراختیا، ښار جوړونې، فوائد عامه، مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ، اوبو او برېښنا او داسې نور… وزارتونه داسې انجنیرانو ته سپاري؛ چې د دیني زده کړو تر څنګ د انجنیرۍ له مختلفو څانګو لکه: مهندسۍ، سیول، محیط زیست، GIS، برق او کمپیوټر سائنس څخه فارغ؛ ماسټران، یا خو لږ ترلږه لسانس وي.
که الله پاک پر موږ رحم وکړ او زموږ مبارزین یې پدې بریالي کړل؛ چې تر ټولو مخکې (اهل حل والعقد) شورا جوړه کړي، نو ان شاءالله چې راتلونکی به مو روښان او خوشالوونکی شي.
شورا بیا داسې نه کوي چې حکومتي اُرګانونه د قومندانانو په ملګرو او کورنیو ووېشي.
هو! که هغوی اهل د کار وو، بیا ستونزه نشته! موږ هم وایو چې حق د اولیت همغوی لري، ځکه چې پدغې لاره کې یې ډېرې سختۍ ګاللې! او که د حکومتولۍ وړ نه وو، نو شورا دندې نه ورته سپاري؛ که څه هم چې پښې، یا لاسونه او سترګې به یې په مبارزه کې له لاسه ورکړې وي.
شورا قناعت ورکوي؛ چې بدل یې باید له الله نه وغواړي او دوی پدې هم پوهوي؛ چې که یې هدف د الله رضا وي، نو د حکومت کولو تمه دې نه لري، ځکه چې وړتیا یې نشته ورسره، مګر هو! دومره به وشي چې اقتصادي اړتیاوې به یې د حکومت له خزانې څخه پوره شي او بس.
خو که چېرې (اهل حل والعقد شورا) له ملګرو، خپلوانو او قومندانانو جوړیږي او یوه سمبولیکه شورا وي، نو والله که یا اسلامي نظام حاکم شي او یاهم زموږ ټولنه په پښو ودریږي، بلکې جګړه به روانه وي او دلته به نړیوال ابر قدرتونه خپل زور سره وهي او زموږ له ناپوهۍ او مجبورۍ څخه به د یو بل په ګټه کار اخلي.
نو راځئ چې سره یو شو او ټول د اسلامي نظام د جوړښت او حاکمیت لپاره په ګډه کار وکړو.
زه باور لرم چې په اسلامي نظام کې زموږ عقائد، پت، عفت او عزت ټول خوندي کيږي.
اسلامي نظام زموږ دا لوېدلی حالت پورته کولای شي.
اسلامي نظام مو د پردیو له بردګۍ او احتیاج څخه خلاصوي.
اسلامي نظام کولای شي چې زموږ ټولې مادي او معنوي ستونزې حل کړي.
په پای کې دا دعا راسره آمین کړئ ملګرو:
((یا الله! هغوی چې د یوه رښتیني اسلامي نظام د جوړښت او حاکمیت لپاره کار کوي؛ ته یې ملګری شه او بریالي یې کړه، خو هغه کسان! څوک چې د دغو لارویانو مخه نیسي، ته یې اصلاح او یا یې له مخکې لرې او ناکام کړه)) آمین